د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دی، خو د ځینو هېوادونو په غوښتنه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته راوبولي څو د دغه هېواد وضعیت و ارزوي.
ګوتریش له طالبانو غوښتي چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خلکو د سر او مال امنیت تامین کړي او د بشري مرستو د رسېدو زمینه برابره کړي.
ملګرو ملتونو د خپل ماموریت په هکله څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې طالبانو له دغه ادارې غوښتي و چې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د یونسف مشر ویلي و، طالبان ددې غوښتونکي دي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې حضور ولري.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/23650